به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د نړۍ لسو شتمنو په ۲۵ کلنۍ کې څه کول؟

 که موږ د نړۍ د شتمنو کسانو ژوند مطالعه کړو؛ نو په دې به پوه شو چې دوی له ماشومتوبه د شتمن کېدو فکرونه لرل؛ چې له هغې ډلې استیو جایز، الون ماسک، زاکربرګ، دونالد ترامپ، مارک زاکربرګ او داسې نور هغه کسان دي چې له ۲۰ کلنۍ نه تر ۲۵ کلنۍ پورې یې داسې فکرونه لرل چې په عملي کولو سره یې دوی د نړۍ د سترو شتمنو په قطار کې راځي؛ دلته یې د ځینو هغو میلیاردارانو یادونه کوو چې په کم عمر کې یی د نوښتونو هڅې کړې.

1.       دونالد ترامپ:

دونالد ترمپ د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند یو مخکښ غړی او نوماند دی. ترامپ ته په ۲۵ کلنۍ کې یې له خپل پلاره یو عادي شرکت په میراث پاتې شو. دی د ښه مدیریت او رهبري له لارې په کم وخت کې لوی شتمن شو.

دونالد ترامپ یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې په رښتیا د پیسو په قدر پوهیږي. دی وايي( زه له ماشومتوبه خپل پلار پیسو پیدا کولو او کار ته هڅولم او د یو عادي کار په بدل کې به یې پسې راکولې. همدا و چې له پیسو سره مې مینه پیدا شوه او اوس په نړۍ کې لوی شتمن یم). ترامپ ښه رهبر او مدیر دی چې د خپل پلار پر عادي میراث یې ځان تر میلیاردرۍ رسولی.

2.       الون ماسک

ماسک هم 25 کلن و چې په یو انټرنیتي شرکت کې یې کار پیل کړ. ماسک په ۲۳ کلنۍ په استنفورد پوهنتون کې د دوکتورا محصل و. په همدې وخت کې ورته د یو شرکت د جوړولو فکر پیدا شو، ماسک دوکتورا په نیمايي کې پرېښوده او 2Zip شرکت یې جوړ کړ چې څلور کاله وروسته په (Compaq) شرکت په ۳۰۷ میلیون ډالر وپلورل شو. ده له دې وروسته د PayPal شرکت بنسټ کېښود چې اوس د نړۍ یو مشهور او لوی شرکت دی. د ماسک د شتمن کېدو سبب 2Zip شرکت و چې ده په ۲۵ کلنۍ کې جوړ کړی و.

3.       مارک کیوبن

مارک کیوبن په یو رسټورانټ کې کار کاوه او په څنګ کې یې په ایندیانا پوهنتون کې زده کړې کولې. کله یې چې په پوهنتون کې زده کړې پای ته ورسولې، ۲۵ کلن و چې په یو شرکت کې یې په کمه تنخوا کار پیل کړ. په همدې وخت د شخصي کارو بار فکر ورسره پیدا شو. کار یې پرېښود او په کمو پیسو یې شخصي کار پیل کړ. مارک کیوبن د ډیرو هڅو په پای کې اوس د نړۍ لوی شتمن دی.

4.       اریک شمیت

اریک شمیت د گوگل شرکت اجرایوِي مدیر و. نوموړی د ښه ذهن خاوند دی چې په کم وخت د کمپیوټر په زده کړه کې ښه وځېلېد. وروسته یې په ۲۵ کلنۍ کې له زیراکس شرکت سره کار پیل کړ. دی د ډېرو هڅو له برکته اوس په نړۍ د لوی شهرت خاوند دی.

5.       جف بزوس

جف بزوس د آمازون دات کام بنسټ اېښودونکی دی. دې شرکت په کم وخت کې په الکترونیک کې لوی مقام تر لاسه کړ. بزوس په ۲۴ کلنۍ کې د شتمن کېدو هڅې ګړندۍ او د بانکي موسسو له پاره یو پوست کالی (سافټ ویر) جوړ کړ. جف بزوس له دې لاس ته راوړنې څخه وروسته د یو لوی د شرکت رئیس شو او اوس د نړۍ ستر شتمن دی.

6.       ریچارد برانسن

ریچارد برانسن په ۲۵ کلنۍ کې د ویرجن شرکت مدیر و. د بریا راز یې همدا شرکت و او اوس په نړۍ ۲۰۰ بېلابېل شرکتونه لري. ریچارد اوس د نړۍ لوی میلیاردر دی.

7.       لری الیسون

لری الیسون د اوراکل رئیس دی. ده په ۲۵ کلنۍ کې لیکنې پیل او اوس د نړۍ له نامتو لیکوالو څخه دی. الیسون په 32 کلنۍ کې کالیفرنیا ته لاړ او هلته یي اته کاله له ګڼو سوداګریزو شرکتونو سره کار وکړ. الیسون د خپلو هڅو له برکته اوس د نړۍ د لویو شتمنو له ډلې څخه شمېرل کیږي.

8.       مریسا مایر

مېرمن مریسا مایر د یاهو مدیره ده. مایر په ۲۵ کلنۍ کې د ګوګل شلمه غوره کارکوونکې وه او لومړنۍ ښځه وه چې د شرکت په انجنیرۍ څانګه ښه وځلېده. مېرمن مریسا مایر ۱۳ کاله د ګوګل شرکت کار کوونکې وه. بیا یاهو انترنتي ویبپانې ته لاړه او اوس ۳۰۰ میلیون ډالر پانګه لري.

9.       مارک زاکربرگ

مارک زاکربرګ د فیسبوک بنسټ ګر دی. زاکربرګ ۲۰ کلن و چې پر فیسبوک یې کار پیل کړ. مارک په ۲۰۰۹ کال کې ۲۵ کلن و چې په کار کې یې ډیر پرمختګ وکړ او د فیسوک د کارکوونکو شمېر ۳۰۰ ملیون نفرو ته ورسېد. مارک اوس د نړۍ تر ټول ځوان شتمن دی.

10.    ستیو جابز

ستیو جابز په ۲۱ کلنۍ کې له خپل یوه ملګري سره د اپل شرکت بنسټ کېښود. جابز همدې شرکت په ۲۵ کلنۍ کې مشهور او میلیونر کړ او د شرکت ارزښت ۱،۲ ملیاردو ته ورسېد. جابز اوس د اپل شرکت له برکته د نړۍ له لویو شتمنو څخه دی.

.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059